ښـــــــــکلے نر قائد مې مولانا فضل الرحمن دے
ښــــــــکلے نر قائد مې مولانا صيب محترم دے
هر چا نه ســــیاست کښې دے بالا او معظم دے
دے په هر محاذ باندې خيرخواه د پاکستان دے
ښـــــــــکلے نر قائد مې مولانا فضل الرحمن دے
کــــــــړے اعتـــــــــــــماد پرې لويو لويو عالمانو
هم د تصوف د سلـــــسلې لويو پـــــــــــــــيرانو
دے د ديوبـــــــــــند د نظريې عظیم پاسبان دے
ښـــــــــکلے نر قائد مې مولانا فضل الرحمن دے
کۀ څوک به ترېنه سوزي خداۓ دې کړي بيخي لوخړه
الله ورله ورکـــــــړې مرتـــــــــــــبه ده ډېره لوړه
زما ورسـره مينه ده خپل سر مې پرې قربان دے
ښـــــــــکلے نر قائد مې مولانا فضل الرحمن دے
ډغـــــــــــره يې وهلې هر باطل ســــــــره په نره
ظالم ته يې په وړاندې مخامـــــــــــخ کړې خبره
پرواه د هـېڅ چا نۀ کړي ننګيالے مردِ ميدان دے
ښـــــــــکلے نر قائد مې مولانا فضل الرحمن دے
يو انس محمود بل دے مفتي اســـــــعد محمود
دريم فرزند يې دے ګــران مولانا اسجد محمود
د دين په رڼاګـــــــــــــــانو مزين يې خاندان دے
ښـــــــــکلے نر قائد مې مولانا فضل الرحمن دے
همدرد فضل الرحمن وايـــــمه ســـــــتا لۀ برکته
ستا هره يو خــــــــــــبره خالي نۀ وي لۀ حکمته
بس ماته محترم دے چې نوم فضل الرحمن دے
ښـــــــــکلے نر قائد مې مولانا فضل الرحمن دے
ــــــــــــــــــــــــــ
facebook.com/mnoorullahshah